د کریکټ نړیوالې شورا د اسیا جام له سیالیو وروسته افغان ورو توپ اوچوونکي راشدخان ته په یو ورځنیو لوبو کې لومړی مقام ورکړی دی.
د کرېکټ نړیواله شورا وايي راشدخان د ۲۰۱۸ کال اسیا جام کې د ښې وړتیا ښودلو وروسته په یو ورځنیو نړیوالو لوبو یا پنځوس اوره کې لومړی نمبر خپل کړ.
دې شورا خپله اعلامیه کې ویلي چې راشد خان توپ اچولو او توپ وهلو کې ډېر ځيرک و، ځکه په دې برخه کې اوله درجه ورکوي.
د ای سي سي د اعلامیې پر اساس،افغانستان د اسیا جام سیالیو کې د ګروپ په کچه سریلانکا او بنګله دېش ته په ماته ورکولو او بیا له پاکستان او بنګله ماته خوړلو کې بې جوړې و.